کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم له پولې څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ بېرته ستنې شوې

28 سنبله 1402 ساعت 9:03

د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.


آوا: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې چې د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه، له ګاونډي هیواد څخه د افغان کورنیو د راستنیدو لړۍ پیل شوه.
 
مولوي صديق الله قريشي زياته کړه: هره ورځ لسګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.
 
د تورخم پوله د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه. په دې جګړه کې دواړو لورو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دغه لار له لسو ورځو وروسته د سنبلې په ۲۴ مه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 


د مطلب کود: 276833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276833/د-تورخم-له-پولې-څه-باندې-۵۰۰-افغان-کورنۍ-بېرته-ستنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com