افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (سرطان ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغان حکومت د جوړښت په اړه دې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې لرې شی.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې «په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او موقف استازی شته.
خو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سازمان د پریکړه لیک هغه برخه چې په کې د یوه آزاد، باثباته، متحد، له جنګ او له نشه یي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ او د کډوالو د راستنیدو لپاره د بشري مرستو او اسانتیاوو د دوام ستاینه شوې ده. يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دغه وزارت همدا راز ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې چې افغانستان یې څارونکی غړی دی ګډون د اسلامي امارت بشپړ حق دی او په داسې غونډو کې د اسلامي امارت نه ګډون د هر اړخیزې همغږۍ د مخنیوي لپاره یو خنډ دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې په قزاقستان کې جوړه شي، د افغان حکومت د ګډون لپاره شرایط برابر شي.
پرون د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې ایران په رسمي ډول د اصلي غړي په توګه ومنل شو، د اسلامي امارت له حکومته وغوښتل شول چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې ټول قومونه او توکمونه پکې ګډون وکړي.