کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت: په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او موقف استازي شتون لري

15 سرطان 1402 ساعت 8:49

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او رتبې استازي شتون لري.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (سرطان ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغان حکومت د جوړښت په اړه دې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې لرې شی.
 
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې «په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او موقف استازی شته.
 
خو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سازمان د پریکړه لیک هغه برخه چې په کې د یوه آزاد، باثباته، متحد، له جنګ او له نشه یي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ او د کډوالو د راستنیدو لپاره د بشري مرستو او اسانتیاوو د دوام ستاینه شوې ده. يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
دغه وزارت همدا راز ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې چې افغانستان یې څارونکی غړی دی ګډون د اسلامي امارت بشپړ حق دی او په داسې غونډو کې د اسلامي امارت نه ګډون د هر اړخیزې همغږۍ د مخنیوي لپاره یو خنډ دی.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې په قزاقستان کې جوړه شي، د افغان حکومت د ګډون لپاره شرایط برابر شي.
 
پرون د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې ایران په رسمي ډول د اصلي غړي په توګه ومنل شو، د اسلامي امارت له حکومته وغوښتل شول چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې ټول قومونه او توکمونه پکې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 272806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272806/د-بهرنیو-چارو-وزارت-په-اسلامي-امارت-کې-هرې-ژبې-نسل-او-موقف-استازي-شتون-لري

آوا
  https://www.avapress.com