افغان غږ خبری آژانس - کابل: مالیې وزارت نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د «کنډ پوډر» ډوله چاودېدونکو توکو دغه بسته چې ټول وزن یې ۴۸۷،۶۵ کیلو ګرامه دی، په یوه سوداګریزه بوجۍ کې ځای پر ځای شوي وو کشف شوي دي.
د مالیې وزارت دا هم لیکلي، چې د دې بار ملکیت د شمس امین شرکت دی، چې غوښتل یې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یې د سوداګریزو توکو بار موټر چلوونکی او د یاد شرکت استازي نیولي او د نورو څېړنو لپاره یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومتونو تل پاکستان په دغه هېواد کې په ناکراریو تورن کړی دی.