کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم پولي ته نږدې نیم ټنه چاودیدونکي توکي کشف شوي

28 ثور 1402 ساعت 12:57

د اسلامي امارت د مالیې وزارت چارواکو اعلان کړی، چې د تورخم ګمرک مامورینو نږدې نیم ټنه وزن لرونکي ۳۹ بستي چاودیدونکي توکي کشف او ضبط کړي دي.


آوا - کابل: مالیې وزارت نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د «کنډ پوډر» ډوله چاودېدونکو توکو دغه بسته چې ټول وزن یې ۴۸۷،۶۵ کیلو ګرامه دی، په یوه سوداګریزه بوجۍ کې ځای پر ځای شوي وو کشف شوي دي.
 
د مالیې وزارت دا هم لیکلي، چې د دې بار ملکیت د شمس امین شرکت دی، چې غوښتل یې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یې د سوداګریزو توکو بار موټر چلوونکی او د یاد شرکت استازي نیولي او د نورو څېړنو لپاره یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومتونو تل پاکستان په دغه هېواد کې په ناکراریو تورن کړی دی.
 


د مطلب کود: 270241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270241/د-تورخم-پولي-ته-نږدې-نیم-ټنه-چاودیدونکي-توکي-کشف-شوي

آوا
  https://www.avapress.com