د مسکو غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل او د پاکستان استازي ته یې وویل چې که کومه ستونزه رامنځته شي د رسنیو د څرګندونو پر ځای دې د ډیپلوماتیکو لارو د حل هڅه وکړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړى استازى به کابل او تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د متقابل عمل د نوو حل لارو او له ګډو ننګونو سره د مقابلې پر څرنګوالي له نږدې خبرې وکړي.