دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 281797
آصف درانی: له پاکستانه شاوخوا ۴۵۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی آصف درانی وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۵۰ زره کسان له دغه هېواده ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستان د اکټوبر میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې ټول ناراجستر افغان کډوال باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له هیواده ووځي، که نه نو دوی به وویستل شي.

اصف دراني پرون (چهارشنبه، ډسمبر ۶) په اسلام آباد کې په یوه سیمینار کې وویل، هغه کسان چې په پاکستان کې په "ناقانونه توګه" ژوند کوي او د کډوالۍ حیثیت نه لري، ویل شوي چې له پاکستانه ووځي.

دراني دا هم وويل، چې په پاکستان کې د ١٤٠٠ زره افغان کډوالو په ګډون ٢٢٠٠ زره افغانان اوسېږي، چې اسناد لري.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمېر چارواکو ویلي چې په راتلونکي پړاو کې به هغه کډوال هم له پاکستانه وایستل شي چې د اوسېدو اسناد لري.
https://avapress.com/vdcjhve8auqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته