دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 272255
پاکستان له اسلامي امارت سره پر لازیاتو همکاریو ټینګار وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلام آباد له کابل سره د نږدې همکارۍ اړیکو جوړولو ته لېوال دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، سرطان ۳) په یوه ټویټ کې لیکلي چې زرداري او دراني په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له کابل سره د نږدې همکاريو د اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم بېلابېلو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې له اسلامي امارت سره پر همکارۍ او نږدې اړیکو ټینګار کړی و.
 
https://avapress.com/vdciwrarwt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته