کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له اسلامي امارت سره پر لازیاتو همکاریو ټینګار وکړ

3 سرطان 1402 ساعت 13:29

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلام آباد له کابل سره د نږدې همکارۍ اړیکو جوړولو ته لېوال دی.


آوا - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، سرطان ۳) په یوه ټویټ کې لیکلي چې زرداري او دراني په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له کابل سره د نږدې همکاريو د اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم بېلابېلو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې له اسلامي امارت سره پر همکارۍ او نږدې اړیکو ټینګار کړی و.
 


د مطلب کود: 272255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272255/پاکستان-له-اسلامي-امارت-سره-پر-لازیاتو-همکاریو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com