د اسلام آباد ستره محکمه د نوي حکم په صادرولو سره د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د درې کاله بند سزا وځنډوله، خو عمران خان لا هم د لاهور په اټک محبس کې بندي دی او تر اوسه یې د خوشې کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په دغه هېواد کې د سولې د بهیر پر بیا پیلولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي باید بېرته ستانه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د شاوخوا ۴۰۰ کډوالو له نیول کېدو سره هم مهاله وايي، د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې به توقیف او سختۍ زیاتې کړي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې مېشت افغان اتباع او کډوال وايي، چې دوی په ارامه فضا کې ژوند نه تېروي او له څلورو ورځو راهیسې په ویره کې دي او له خپلو کورونو نه شي وتلای.
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د رسنیو او مقرراتو ادارې ته امر کړی چې د تلویزوني چینلونو له لارې د عمران خان د مطبوعاتي کنفرانسونو پر خپرولو یا بیا نشرولو بندیز لیري کړي.