دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 269912
په پاکستان کې له وروستیو ناکراریو وروسته د افغان کډوالو ژوند ګډوډ شوی دی
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې مېشت افغان اتباع او کډوال وايي، چې دوی په ارامه فضا کې ژوند نه تېروي او له څلورو ورځو راهیسې په ویره کې دي او له خپلو کورونو نه شي وتلای.
افغان غږ خبری آژانس: عبدالباسط په پاکستان کې د امنیتي وضعیت او پر افغانانو د هغې د اغیزو په اړه آزادي راډيو ته وویل: «هغه افغان کډوال چې دلته میشت دي د خوندیتوب احساس نه کوي، د دوی اندیښنه دا ده چې نه شي کولای بیرته ستانه شي و خپل هیواد ته او دوی په پاکستان کې د خوندیتوب احساس نه کوي. موږ له هغو هیوادونو څخه چې د افغان مهاجرینو دوسیو ته وده ورکوي غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د دوی دوسیو ته جدي پاملرنه وکړي."
 
په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی انټرنټ قطع شوی او نه شي کولای له خپلو کورنیو ووځي.
 
عبدالرحمن کريمي دا هم وايي: "موږ بازار ته په اسانۍ نه شو کولای چې سودا واخلو، ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو مخ په ډېرېدو دي، له بلې خوا د انټرنېټ د بندېدو او د ټولنيزو شبکو د کار نه کولو ستونزه، د فېسبوک او واټس اپ په شمول هغه ستونزې دي چې موږ په پاکستان کې کډوال ورسره مخ یو.
 
که څه هم د اسلام آباد د محکمې د حکم له مخې عمران خان د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې شو، خو د عمران خان پلویانو د پولیسو سره راټولېدنې او نښتې دوام لري.
 
په پاکستان کې د ثور په ۱۹مه وروسته له هغې مظاهرې پیل شوې چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر د فساد په تور ونیول شو. خان د سې شنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه د پولیسو له خوا د رنجرز په نوم ځواکونو په واسطه ونیول شو او د چهارشنبې په ورځ ځانګړې محکمې ته حاضر شو، چې د پولیسو په ماموریت کې د زیاتو امنیتي ګواښونو له امله ترسره شو.
 
خو وروسته له هغه چې د پاکستان سترې محکمې په دې قضیه کې مداخله وکړه او د عمران خان نيول يې غير قانوني وبلل، بالاخره نن جمعه د ثور په ٢٢مه د دوو اوونيو لپاره په ضمانت خوشې شو.
 
په تیرو څلورو ورځو کې په مختلفو ایالتونو کې د عمران خان د پلویانو مظاهرې له امنیتي ځواکونو سره له تاوتریخوالي او نښتو سره مخ شوي دي.
https://avapress.com/vdcezo8wwjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته