د اسلام آباد ستره محکمه د نوي حکم په صادرولو سره د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د درې کاله بند سزا وځنډوله، خو عمران خان لا هم د لاهور په اټک محبس کې بندي دی او تر اوسه یې د خوشې کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې مېشت افغان اتباع او کډوال وايي، چې دوی په ارامه فضا کې ژوند نه تېروي او له څلورو ورځو راهیسې په ویره کې دي او له خپلو کورونو نه شي وتلای.
د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو د ترهګرۍ په ګډون له سیمه ییزو ننګونو سره پر ګډې مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر نږدې همکارۍ هوکړه وکړه او په هېواد کې یې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
وروسته له هغه ،چی په پاکستان کی د پښتنو په وړاندی حکومت کرکجن او بشر ضد کړنی پیل کړې او د پښتنو زیات شمېر مدافعین یې ونیول د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوی.