دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 275785
د اسلام آباد ستره محکمه د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله
د اسلام آباد ستره محکمه د نوي حکم په صادرولو سره د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د درې کاله بند سزا وځنډوله، خو عمران خان لا هم د لاهور په اټک محبس کې بندي دی او تر اوسه یې د خوشې کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
افغان غږ خبری آژانس: محکمې دغه پریکړه پرون سه شنبه د سنبلې په ۷ مه د عمران خان د خوشې کیدو د غوښتنې له اوریدو وروسته اعلان کړه.
 
محکمې ویلي، چې نور جزیات به وروسته اعلان کړي، خو د سزا د ځنډولو غوښتنه یې ومنله.
 
پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی.
 
هغه چې د توشه خانې په مقدمه کې په درې کاله بند او جرمانه محکوم شوی و، د اګست په پنځمه په لاهور کې له نيول کېدو وروسته په اټک محبس کې بندي دی.
 
نوموړی د پنځو کلونو لپاره له سیاسي فعالیتونو منع شوی دی، خو هغه دغه تورونه ردوي او وايي چې دا تورونه سیاسي انګیزه لري.
 
https://avapress.com/vdcjoie8iuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته