کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلام آباد ستره محکمه د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله

8 سنبله 1402 ساعت 8:17

د اسلام آباد ستره محکمه د نوي حکم په صادرولو سره د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د درې کاله بند سزا وځنډوله، خو عمران خان لا هم د لاهور په اټک محبس کې بندي دی او تر اوسه یې د خوشې کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.


آوا: محکمې دغه پریکړه پرون سه شنبه د سنبلې په ۷ مه د عمران خان د خوشې کیدو د غوښتنې له اوریدو وروسته اعلان کړه.
 
محکمې ویلي، چې نور جزیات به وروسته اعلان کړي، خو د سزا د ځنډولو غوښتنه یې ومنله.
 
پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی.
 
هغه چې د توشه خانې په مقدمه کې په درې کاله بند او جرمانه محکوم شوی و، د اګست په پنځمه په لاهور کې له نيول کېدو وروسته په اټک محبس کې بندي دی.
 
نوموړی د پنځو کلونو لپاره له سیاسي فعالیتونو منع شوی دی، خو هغه دغه تورونه ردوي او وايي چې دا تورونه سیاسي انګیزه لري.
 


د مطلب کود: 275785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275785/د-اسلام-آباد-ستره-محکمه-عمران-خان-درې-کلن-بند-سزا-وځنډوله

آوا
  https://www.avapress.com