آوا: عبدالباسط په پاکستان کې د امنیتي وضعیت او پر افغانانو د هغې د اغیزو په اړه آزادي راډيو ته وویل: «هغه افغان کډوال چې دلته میشت دي د خوندیتوب احساس نه کوي، د دوی اندیښنه دا ده چې نه شي کولای بیرته ستانه شي و خپل هیواد ته او دوی په پاکستان کې د خوندیتوب احساس نه کوي. موږ له هغو هیوادونو څخه چې د افغان مهاجرینو دوسیو ته وده ورکوي غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د دوی دوسیو ته جدي پاملرنه وکړي."
په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی انټرنټ قطع شوی او نه شي کولای له خپلو کورنیو ووځي.
عبدالرحمن کريمي دا هم وايي: "موږ بازار ته په اسانۍ نه شو کولای چې سودا واخلو، ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو مخ په ډېرېدو دي، له بلې خوا د انټرنېټ د بندېدو او د ټولنيزو شبکو د کار نه کولو ستونزه، د فېسبوک او واټس اپ په شمول هغه ستونزې دي چې موږ په پاکستان کې کډوال ورسره مخ یو.
که څه هم د اسلام آباد د محکمې د حکم له مخې عمران خان د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې شو، خو د عمران خان پلویانو د پولیسو سره راټولېدنې او نښتې دوام لري.
په پاکستان کې د ثور په ۱۹مه وروسته له هغې مظاهرې پیل شوې چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر د فساد په تور ونیول شو. خان د سې شنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه د پولیسو له خوا د رنجرز په نوم ځواکونو په واسطه ونیول شو او د چهارشنبې په ورځ ځانګړې محکمې ته حاضر شو، چې د پولیسو په ماموریت کې د زیاتو امنیتي ګواښونو له امله ترسره شو.
خو وروسته له هغه چې د پاکستان سترې محکمې په دې قضیه کې مداخله وکړه او د عمران خان نيول يې غير قانوني وبلل، بالاخره نن جمعه د ثور په ٢٢مه د دوو اوونيو لپاره په ضمانت خوشې شو.
په تیرو څلورو ورځو کې په مختلفو ایالتونو کې د عمران خان د پلویانو مظاهرې له امنیتي ځواکونو سره له تاوتریخوالي او نښتو سره مخ شوي دي.