دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 274291
عمران خان ونیول شو او زندان ته ولېږل شو
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د تحریک انصاف مشر او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د توشا خانې په قضیه کې تر محکومېدو وروسته نن شنبه د لاهور په زمان پارک کې له خپل استوګنځي څخه نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د تحریک انصاف مشر او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان نن د شنبې په ورځ د لاهور په زمان پارک کې له خپل استوګنځی څخه نیول شوی دی.
 
جيو نيوز د عمران خان د نيولو خبر تاييد کړ او خبر يې ورکړ چې سيمه ييزې محکمې عمران خان ته د درې کاله بند او پر سياسي فعاليت د پنځو کلونو بند سزا اورولې ده.
 
د توشا خاني د مقدمې قاضي د عمران خان د مقدمې د ردولو درخواست رد کړی او د پاکستان پخواني وزيراعظم ته يې د درې کاله بند سزا اورولې ده.د عدالت په بيان کې ويل شوي چې "د تحريک انصاف د مشر خلاف د اثاثو د جعلي اعلان تور لګول شوی دی.
 
د دې قضیې قاضي ښاغلي خان ته د سل زره کلدارو جریمې او د هغه د نیولو امر هم صادر کړ. د دغه حکم له مخې پولیسو د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان پر کور چاپه وهلې او ښاغلی خان یې نیولی دی.
 
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان شاوخوا درې میاشتې وړاندې په اسلام آباد کې د فساد په تور ونیول شو. نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا سیاسي انګېزه لري.
 
د عمران خان نیول د مرګونو لاریونونو لامل شو. د پاکستان د پخواني لومړي وزیر پلویانو د اسلام آباد او د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې له پولیسو سره نښتې وکړې.
 
د مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا دوه زره کسان نیول شوي دي.
 
د پاکستان سترې محکمې د عمران خان له نیول کېدو درې ورځې وروسته د دوو اونیو لپاره په ضمانت د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.
 
عمران خان په محکمه کې وویل چې د هغه د نیولو لپاره هیڅ جواز نشته. عمران خان زیاته کړه چې هغه "تښتول شوی" دی او د هغه په ​​وینا داسې ښکاري چې "د ځنګل قانون" غالب دی.
 
https://avapress.com/vdcaoynu649n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته