دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 95162
جان کري نن بيا له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ګوري
د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي او بيا له دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله سره وکتل؛ نن بيا له دواړو کانديدانو سره ګوري.
يوه امريکايي چارواکي پرون رويټرز اژانس ته وويل؛ چې ښاغلى کري به له ښاغلي غني او عبداله سره د يوه پراخ بنسټ حکومت د جوړولو؛ چې ټول اړخونه په کې شامل وي او د رايو د څېړنې پر پېشنهاد او لارو چارو خبرې وکړي.
ښاغلى کري به نن له ولسمشر کرزي سره يوځل بيا وګوري. د جمهوري رياست يوې سرچينې ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ جان کري به وروسته له دواړو کانديدانو سره د خپلې کتنې پر نتيجې نن يوه کنفرانس ته معلومات ورکړي.
د عبداله عبداله د ډلې يوه وياند فاضل سانچارکي د ښاغلي عبداله او کري تر پرونۍ کتنې وروسته وويل؛ دوى له امريکا او نړيوالې ټولنې دغه غوښتنه لري؛ چې د رايو د شفافيت ملاتړ وکړي:
”له نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريکا مو تمه دا ده؛ چې د انتخاباتو د شفافيت ملاتړ وکړي. د داسې پروسې ملاتړ وکړي؛ چې شفافه او د منلو وړ وي. د افغانستان د انتخاباتو اعتبار بيا ژوندى کړي او د خلکو نقش او مشارکت په پام کې ونيسي. له نېکه مرغه نړيوالې ټولنې او ښاغلي کرزي پر دې مسالې ټينګار درلود.“
په همدې حال کې د اشرف غني د انتخاباتي ډلې يو وياند نعمان شينوارى وايي؛ دوى د هرې هرې پروسې ملاتړ کوي، چې د رايو شفافيت تضمينوي او قانون نه نقض کوي:
"بیاهم زموږ موقف دا دی، هر هغه پیشنهاد چې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې، د پروسې شفافیت تضمینوي او شفافیت رامنځ ته کوي، موږ ورته لبیک وايو او هغه تاییدوو.
هر هغه پیشنهاد چې د افغانستان قوانين نقض کړي او د دواړو کمیسیونونو استقلال نقض کړي؛ په هیڅ صورت یې نه شو منلی."
اوس پوښتنه ولاړېږي، چې ايا د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په منځګړيتوب به روانه انتخاباتي لانجه حل شي؟
يوه امريکايي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى؛ رويټرو اژانس ته ويلي، له کانديدانو سره د جان کري پرونۍ خبرې رغوونکې وې.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند نصراله ستانکزي وويل؛ ښايي د ښاغلي کري منځګړيتوب روانه انتخاباتي لانجه کمه کړي:
"له دواړو کاندیدانو سره د جان کري له مناسباتو ښکاري، چې فرصت مساعدوي، چې باید ومنل شي او زه فکر کووم، کله چې جان کري بېرته ځي، دا ضمانت باید واخلي."
په کابل کې د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش د روانې انتخاباتي لانجې د حل لپاره ولسمشر حامد کرزي ته يوه طرحه وړاندې کړې. په دې طرحه کې د تېرو انتخاباتو د ٦٣فيصده رايو د بيا څېړنې غوښتنه شوې ده.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وويل چې؛ حامد کرزي دغه طرحه منلې ده:
"ولسمشر کرزي هغه طرح چې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا ورته وړاندې شوه؛ هغه یې ومنله، اوس دا موضوع راجع کیږی، د ملګرو ملتونو سازمان، داړو کاندیدانو او د انتخاباتو دواړو کمیسیونو ته؛ چې په ګډه کار وکړي او د ولسمشر کرزي وړاندیز دواړو کاندیدانو او د انتخاباتو کمیسیونو ته هم همدا و چې؛ د دغې طرحې په اړه د ملګرو ملتونو له سازمان سره همکاري وکړي."
د ولسمشر دويم ځلي انتخابات د غبرګولي يا جوزا پر څلورويشتمه وشول او لومړنۍ نتيجې يې پنځه ورځې مخکې اعلان شوې. خو د دغو انتخاباتو يو کانديد عبداله عبداله وايي؛ د انتخاباتو نتيجې ورته د منلو وړ نه دي او د انتخاباتو له دواړو کميسيونونو سره يې خپلې اړيکې ځنډولې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcau6no.49nmi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته