افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت نن سهار د یوې بیانیې په خپرولو سره په ایران د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې غبرګون وښود.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د صهیونیسټي رژیم حملې په سختو ټکو غندلې دي.
په بیانیه کښې زیاته شوې: د صهیونیسټ رژیم اقدامات د ایران د اسلامی جمهوریت له حریم څخه په ښکاره خلاف ورزۍ سربیره په سیمه کښې د تاوتریخوالی د لا زیاتولو هڅه ده چې په سیمه کښې د ناکراریو حالات نور هم پیچلی کوی.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ټولو نفوذ لرونکو خواوو څخه غوښتي دي چې په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د تاوتریخوالي او جنایتونو د لا پراخیدو مخه ونیسي.
دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی ټینګار وکړ له بده مرغه صهیونیسټ رژیم له څه دپاسه یو کال راهسې په غزه کښې د خپلو جنایتونو په ختمولو کښې پاتې راغلی بلکې نورو سیمو ته یې هم پراخ شوی دی.
په پای کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یادونه وکړه چې «د دې وضعیت دوام په سیمه کې د بشري او امنیتي وضعیت په اړه د جدي اندیښنو لامل شوی دی».
په همدې حال کې د نړۍ یوشمیر هیوادونو د ایران په ځینو برخو د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې په کلکه غندلی دی.