کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت د ایران په خلاف د اسرائیلو تیری وغانده/ دا عمل د ایران د اسلامي جمهوریت له حریم څخه ښکاره سرغړونه ده

5 عقرب 1403 ساعت 16:19

د اسلامی امارت دب هرنیو چارو وزارت د یوه پیغام په صادرولو سره د ایران په ځینو سیمو په حملو کښې د صهیونیسټ رژیم اقدام د ایران د اسلامی جمهوریت له خاورې ښکاره تیری وباله او له ټولو نفوذ لرونکو خواوو یې وغوښتل چې د صهیونیسټ رژیم مخه ونیسی. 


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت نن سهار د یوې بیانیې په خپرولو سره په ایران د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې غبرګون وښود.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د صهیونیسټي رژیم حملې په سختو ټکو غندلې دي.
 په بیانیه کښې زیاته شوې: د صهیونیسټ رژیم اقدامات د ایران د اسلامی جمهوریت له حریم څخه په ښکاره خلاف ورزۍ سربیره په سیمه کښې د تاوتریخوالی د لا زیاتولو هڅه ده چې په سیمه کښې د ناکراریو حالات نور هم پیچلی کوی.
 د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ټولو نفوذ لرونکو خواوو څخه غوښتي دي چې په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د تاوتریخوالي او جنایتونو د لا پراخیدو مخه ونیسي.
دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی ټینګار وکړ له بده مرغه صهیونیسټ رژیم له څه دپاسه یو کال راهسې په غزه کښې د خپلو جنایتونو په ختمولو کښې پاتې راغلی بلکې نورو سیمو ته یې هم پراخ شوی دی.
په پای کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یادونه وکړه چې «د دې وضعیت دوام په سیمه کې د بشري او امنیتي وضعیت په اړه د جدي اندیښنو لامل شوی دی».
په همدې حال کې د نړۍ یوشمیر هیوادونو د ایران په ځینو برخو د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې په کلکه غندلی دی.


د مطلب کود: 299317

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299317/د-بهرنیو-چارو-وزارت-ایران-په-خلاف-اسرائیلو-تیری-وغانده-دا-عمل-اسلامي-جمهوریت-له-حریم-څخه-ښکاره-سرغړونه-ده

آوا
  https://www.avapress.net