افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې یې د غور ولایت له والي او مسؤلینو سره د اسلامي امارت د رهبري پلاوي د لیدنې خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په دې کتنه کې د دغه ولایت مسؤلینو خپلې ستونزې د اسلامي امارت له رهبر سره شریکې کړې.
ذبیح الله مجاهد لیکلي چې په دې کتنه کې د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نظام په پیاوړتیا، د اهدافو او لاسته راوړنو په ساتنه، د شریعت په پلي کولو، د ماشومانو په ښوونه او روزنه، د رهبر په بشپړ اطاعت، له اختلافاتو څخه په ډډه کولو او د اسلامي امارت پر هڅو ټینګار وکړ.
له دې مخکې د اسلامي امارت رهبري شورا د یو شمیر امنیتي وزارتونو له رئیسانو سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.