کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامی امارت مشر له اختلافاتو په ډډه کولو او داسلامی نظام په پیاوړتیا ټینګار وکړ

8 اسد 1403 ساعت 10:10

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت مشر د غور ولایت له والي او مسؤلینو سره په لیدنه کې د اختلافاتو په مخنیوي او د اسلامي نظام پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې یې د غور ولایت له والي او مسؤلینو سره د اسلامي امارت د رهبري پلاوي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په دې کتنه کې د دغه ولایت مسؤلینو خپلې ستونزې د اسلامي امارت له رهبر سره شریکې کړې.

ذبیح الله مجاهد لیکلي چې په دې کتنه کې د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نظام په پیاوړتیا، د اهدافو او لاسته راوړنو په ساتنه، د شریعت په پلي کولو، د ماشومانو په ښوونه او روزنه، د رهبر په بشپړ اطاعت، له اختلافاتو څخه په ډډه کولو او د اسلامي امارت پر هڅو ټینګار وکړ. 

له دې مخکې د اسلامي امارت رهبري شورا د یو شمیر امنیتي وزارتونو له رئیسانو سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.


د مطلب کود: 294315

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294315/د-اسلامی-امارت-مشر-له-اختلافاتو-په-ډډه-کولو-او-داسلامی-نظام-پیاوړتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com