دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 291637
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن (شنبه، د جوزا ۱۹) په خپله دویمه لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او مخالفې لوبډلې ته یې ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران وتوانېدل چې په ترتیب سره ۸۰ او ۴۴ منډې جوړې کړي.

د نیوزیلینډ لوبډلې د توپ وهنې په پړاو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۷۵ منډې جوړې کړې، چې افغانستان د ۸۴ منډو په توپیر دوی ته ماته ورکړه.

افغانستان په خپله تېره لوبه کې یوګانډا ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې لوبه د جون په ۱۴مه د پاپوا نیو ګیني سره کوي.
https://avapress.com/vdcdsf0x5yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته