کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

19 جوزا 1403 ساعت 9:36

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن (شنبه، د جوزا ۱۹) په خپله دویمه لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.


آوا - کابل: په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او مخالفې لوبډلې ته یې ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران وتوانېدل چې په ترتیب سره ۸۰ او ۴۴ منډې جوړې کړي.

د نیوزیلینډ لوبډلې د توپ وهنې په پړاو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۷۵ منډې جوړې کړې، چې افغانستان د ۸۴ منډو په توپیر دوی ته ماته ورکړه.

افغانستان په خپله تېره لوبه کې یوګانډا ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې لوبه د جون په ۱۴مه د پاپوا نیو ګیني سره کوي.


د مطلب کود: 291637

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291637/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-نیوزیلینډ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com