دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 282629
په ننګرهار کې د ۲۳۹ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۲۳۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف د دغه روغتیایی مرکز د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وویل: هېواد د جګړې له امله ویجاړ شوی او موږ به په خپل ټول توان سره بیا رغوو. په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده."
 
دغه روغتيايي مرکز له ټولو وسايلو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته جوړېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې يو شمېر ساختماني پروژې پلې شوې وې.
https://avapress.com/vdceww8wojh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته