کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د ۲۳۹ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

30 قوس 1402 ساعت 12:25

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۲۳۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف د دغه روغتیایی مرکز د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وویل: هېواد د جګړې له امله ویجاړ شوی او موږ به په خپل ټول توان سره بیا رغوو. په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده."
 
دغه روغتيايي مرکز له ټولو وسايلو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته جوړېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې يو شمېر ساختماني پروژې پلې شوې وې.


د مطلب کود: 282629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282629/په-ننګرهار-کې-د-۲۳۹-زره-ډالرو-لګښت-یوه-روغتیايي-مرکز-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com