افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت رسنیز مرکز د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په حواله وايي چې سږ کال ۴۸۳۸۰ ټنه انار هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغه مرکز په اکس پاڼه کې راغلي چې سږ کال د انارو صادرات نږدې ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې سږ کال د انارو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کړې وه.