کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال ۴۸۳۸۰ ټنه انار هند او قزاقستان ته صادر شوي دي

27 عقرب 1402 ساعت 16:37

د کندهار ولایت د رسنیو مرکز وايي، سږ کال ۴۸۳۸۰ ټنه انار هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.


آوا - کابل: د کندهار ولایت رسنیز مرکز د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په حواله وايي چې سږ کال ۴۸۳۸۰ ټنه انار هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.
 
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغه مرکز په اکس پاڼه کې راغلي چې سږ کال د انارو صادرات نږدې ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې سږ کال د انارو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کړې وه.


د مطلب کود: 280608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280608/سږ-کال-۴۸۳۸۰-ټنه-انار-هند-او-قزاقستان-ته-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com