دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 280365
په میدان وردګ ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د ۵ بندونو د جوړولو چارې پیل شوې
د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په قر، چک، سید اباد، جغتو او جلریز ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بندونه به د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو لپاره جوړ شي، چې ۲۲ زره متر مکعبه اوبه به خوندي کړي.
 
تر دې مخکې په بامیان ولایت کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو د بندونو چارې پیل شوې وې.
 
د چاپیریال پوهان په دې باور دي چې د ځمکې لاندې اوبو د ډیروالی لپاره د زیرمو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو لپاره ګټور دي.
https://avapress.com/vdcjmye8iuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته