کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د ۵ بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

23 عقرب 1402 ساعت 12:12

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په قر، چک، سید اباد، جغتو او جلریز ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بندونه به د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو لپاره جوړ شي، چې ۲۲ زره متر مکعبه اوبه به خوندي کړي.
 
تر دې مخکې په بامیان ولایت کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو د بندونو چارې پیل شوې وې.
 
د چاپیریال پوهان په دې باور دي چې د ځمکې لاندې اوبو د ډیروالی لپاره د زیرمو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو لپاره ګټور دي.


د مطلب کود: 280365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280365/په-میدان-وردګ-ولایت-کې-د-۳۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-اوبو-زېرمه-کولو-۵-بندونو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com