افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه د عقرب ۱۰ مه د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په خپله ټولنیزه اکس پاڼه کې لیکلي چې تورخم او سپین بولدک ته د معلوماتو د پروسس او ثبت لپاره جلا ټیمونه استول شوي دي.
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې هم ویلي، چې تورخم او سپین بولدک ته یې د اړتیا وړ تجهیزاتو سره جلا او مجهز ټیمونه استولي دي. د دې لپاره چې د مهاجرینو راتګ په سم او منظم ډول ثبت شي او د دې ادارې لخوا ثبت شوي ارقامو او معلوماتو په کارولو سره اړونده څانګې د مهاجرینو په چارو کې چلند وکړي.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د لوی سیلاب له راتګ سره د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د صدراعظم د دفتر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو عالي کمیسیون جوړ شو.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا د ناقانونه کډوالو د ويستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پاى ته رسېدو سره، د پاکستان پوليسو له يو ميليون څخه د ډېرو افغان کډوالو په شړلو پيل کړى دى.