کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصایې او معلوماتو ملي اداره:

تخنيکي ټيمونه تورخم او سپين بولدک ته د مهاجرينو په اړه د معلوماتو د ثبتولو لپاره استول شوي دي

10 عقرب 1402 ساعت 16:08

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، تورخم او سپین بولدک ته یې جلا جلا ټیمونه استولي، څو له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو معلومات ثبت کړي.


آوا - کابل: نن چهارشنبه د عقرب ۱۰ مه د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په خپله ټولنیزه اکس پاڼه کې لیکلي چې تورخم او سپین بولدک ته د معلوماتو د پروسس او ثبت لپاره جلا ټیمونه استول شوي دي.
 
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې هم ویلي، چې تورخم او سپین بولدک ته یې د اړتیا وړ تجهیزاتو سره جلا او مجهز ټیمونه استولي دي. د دې لپاره چې د مهاجرینو راتګ په سم او منظم ډول ثبت شي او د دې ادارې لخوا ثبت شوي ارقامو او معلوماتو په کارولو سره اړونده څانګې د مهاجرینو په چارو کې چلند وکړي.
 
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د لوی سیلاب له راتګ سره د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د صدراعظم د دفتر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو عالي کمیسیون جوړ شو.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا د ناقانونه کډوالو د ويستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پاى ته رسېدو سره، د پاکستان پوليسو له يو ميليون څخه د ډېرو افغان کډوالو په شړلو پيل کړى دى.
 


د مطلب کود: 279634

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279634/تخنيکي-ټيمونه-تورخم-او-سپين-بولدک-ته-د-مهاجرينو-په-اړه-معلوماتو-ثبتولو-لپاره-استول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com