دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 276443
د خوړو نړیوال پروګرام په ژمي کې له خپلو سیمو د میلیونونو افغانانو د بې ځایه کېدو خبرداری ورکړی
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې که په افغانستان کې اړو کسانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، په راتلونکي ژمي کې به د دغه هېواد میلیونونه وګړي له خپلو سیمو وتلو ته اړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان کاناډایي څانګې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د مشر Hsiahu Wei Lee یو ویډیويي پیغام په X پاڼه کې خپور کړ چې په کې مېرمن وی لی ټینګار وکړ چې په میلیونونو افغانان د سخت ژمي لپاره تیاری نیسي.
 
هغه له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې ژر تر ژره د خوړو له نړيوال پروګرام سره يو ميليارد ډالره مرسته وکړي، څو په افغانستان کې له ٢١ ميليونو اړمنو خلکو سره بشري مرستې وشي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی و، چې سږ کال د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د "سخت مالي تشې" له امله ۳۶۶۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوراکي توکو بې برخې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcba0b5frhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته