کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په ژمي کې له خپلو سیمو د میلیونونو افغانانو د بې ځایه کېدو خبرداری ورکړی

20 سنبله 1402 ساعت 9:59

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې که په افغانستان کې اړو کسانو ته بشري مرستې ونه رسېږي، په راتلونکي ژمي کې به د دغه هېواد میلیونونه وګړي له خپلو سیمو وتلو ته اړ شي.


آوا - کابل: د دغه سازمان کاناډایي څانګې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د مشر Hsiahu Wei Lee یو ویډیويي پیغام په X پاڼه کې خپور کړ چې په کې مېرمن وی لی ټینګار وکړ چې په میلیونونو افغانان د سخت ژمي لپاره تیاری نیسي.
 
هغه له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې ژر تر ژره د خوړو له نړيوال پروګرام سره يو ميليارد ډالره مرسته وکړي، څو په افغانستان کې له ٢١ ميليونو اړمنو خلکو سره بشري مرستې وشي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی و، چې سږ کال د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د "سخت مالي تشې" له امله ۳۶۶۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوراکي توکو بې برخې شوي دي.
 


د مطلب کود: 276443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276443/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-ژمي-کې-له-خپلو-سیمو-میلیونونو-افغانانو-بې-ځایه-کېدو-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com