دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 275818
په تخار کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې تنه کان کیندونکي مړه شول
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې تنه کان کیندونکي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د چارواکو په وینا دغه پیښه پرون ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې د رستاق ولسوالۍ د قلعه ګرداب په کلي کې د سرو زرو په یوه کان کې رامنځ ته شوې ده.
 
د عبدالاول، دین محمد او سیف الرحمن په نومونو درې کان کیندونکو په یوه تونل کې د سرو زرو د مینځلو لپاره کار کاوه، چې د تونل د نړېدو له امله مړه شول. د دې پېښې قربانيان د ياد شوي کلي اصلي اوسېدونکي وو.
 
په تخار ولایت کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان په ترتیب سره ۲۳، ۴۲ او ۵۵ کلن دي.
 
ښاغلي صافي دا هم وویل چې له خټو څخه د مړو د را ایستلو هڅې روانې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په تخار کې د سرو زرو د کان کارګرانو ته ورته پېښې قربانيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgqn9x7ak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته