کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې تنه کان کیندونکي مړه شول

8 سنبله 1402 ساعت 11:00

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله درې تنه کان کیندونکي وژل شوي دي.


آوا: د چارواکو په وینا دغه پیښه پرون ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې د رستاق ولسوالۍ د قلعه ګرداب په کلي کې د سرو زرو په یوه کان کې رامنځ ته شوې ده.
 
د عبدالاول، دین محمد او سیف الرحمن په نومونو درې کان کیندونکو په یوه تونل کې د سرو زرو د مینځلو لپاره کار کاوه، چې د تونل د نړېدو له امله مړه شول. د دې پېښې قربانيان د ياد شوي کلي اصلي اوسېدونکي وو.
 
په تخار ولایت کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان په ترتیب سره ۲۳، ۴۲ او ۵۵ کلن دي.
 
ښاغلي صافي دا هم وویل چې له خټو څخه د مړو د را ایستلو هڅې روانې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په تخار کې د سرو زرو د کان کارګرانو ته ورته پېښې قربانيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 275818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275818/په-تخار-کې-د-سرو-زرو-یوه-کان-نړېدو-له-امله-درې-تنه-کیندونکي-مړه-شول

آوا
  https://www.avapress.com