دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 269645
د ایران ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی او په کابل کښې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمی پرون په تهران کښې د ملګرو ملتو له چارواکو سره په کتنه کښې د افغانستان د خلکو د ملاتړ د څرنګوالي په هکله اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي په دې وروستیو کې په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه رغنده خبرې اترې کړي دي.
 
قمي په ایران کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي او د دغه سازمان د ادارو له رئیسانو سره د خپلې کتنې په اړه لیکلي: ما د افغانستان د مظلومو خلکو د ملاتړ په خاطر له نړیوالو سازمانونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د لارې د ډیپلوماسۍ د پراختیا په اړه رغنده خبرې اترې وکړې.
 
هغه زیاته کړه چې د پام وړ شمیر پناه غوښتونکو د کوربه توب له امله د ایران د حکومت ملاتړ ته اړتیا د بحث موضوع وه.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې د سیاسي پرمختګونو له امله زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. ایران د افغان کډوالو یو له اصلي ځایونو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdchkwnim23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته