کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې

18 ثور 1402 ساعت 10:27

په افغانستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی او په کابل کښې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمی پرون په تهران کښې د ملګرو ملتو له چارواکو سره په کتنه کښې د افغانستان د خلکو د ملاتړ د څرنګوالي په هکله اعلان وکړ.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي په دې وروستیو کې په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه رغنده خبرې اترې کړي دي.
 
قمي په ایران کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي او د دغه سازمان د ادارو له رئیسانو سره د خپلې کتنې په اړه لیکلي: ما د افغانستان د مظلومو خلکو د ملاتړ په خاطر له نړیوالو سازمانونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د لارې د ډیپلوماسۍ د پراختیا په اړه رغنده خبرې اترې وکړې.
 
هغه زیاته کړه چې د پام وړ شمیر پناه غوښتونکو د کوربه توب له امله د ایران د حکومت ملاتړ ته اړتیا د بحث موضوع وه.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې د سیاسي پرمختګونو له امله زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. ایران د افغان کډوالو یو له اصلي ځایونو څخه دی.
 


د مطلب کود: 269645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269645/د-ایران-ځانګړي-استازي-ملګرو-ملتونو-له-چارواکو-سره-افغان-کډوالو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com