دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 263997
د پولیو واکسین د تطبیق د کمپاین نوی پړاو پیل شو
په ټول هیواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین نوی پړاو به راتلونکې دوشنبه پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو د څانګې مشر کمال شاه د چهارشنبې په ورځ (جدی ۲۸) رسنیو ته وویل: دغه کمپاین د افغانستان په څلورو ولسوالیو کې د سویل لویدیځ د کندهار او سویل ختیځ پکتیا کې به پلي شي.
 
د کمال شاه په خبره، په دې کمپاین کې به تر ۵.۵ میلیونه زیات ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
 
یونیسف وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې او د دې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcb9fb5zrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته