کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پولیو واکسین د تطبیق د کمپاین نوی پړاو پیل شو

28 جدی 1401 ساعت 16:15

په ټول هیواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین نوی پړاو به راتلونکې دوشنبه پیل شي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو د څانګې مشر کمال شاه د چهارشنبې په ورځ (جدی ۲۸) رسنیو ته وویل: دغه کمپاین د افغانستان په څلورو ولسوالیو کې د سویل لویدیځ د کندهار او سویل ختیځ پکتیا کې به پلي شي.
 
د کمال شاه په خبره، په دې کمپاین کې به تر ۵.۵ میلیونه زیات ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
 
یونیسف وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې او د دې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
 


د مطلب کود: 263997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263997/د-پولیو-واکسین-تطبیق-کمپاین-نوی-پړاو-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com