دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 263184
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مرستو هرکلی وکړ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مالي مرستو هرکلی کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د (جدی ۹) په خپل ټویټر اکاونټ کې د دغو مالي مرستو د اندازې په اړه څه ونه ویل، خو اعلان یې وکړ چې د ملګرو ملتونو او همکارو بنسټونو په همکارۍ به د دغو مرستو په اړه معلومات ورکړي. په افغانستان کې به د ژمي په سړه هوا کې د افغانانو د اساسي بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اقدامات وشي.
 
د افغانستان لپاره د مرستو ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو یو میکانیزم او د مرستو یو صندوق دی چې له بېلابېلو بنسټونو او سازمانونو څخه جوړ دی چې د افغانستان د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.
 
د ژمي د یخنۍ په ډېرېدو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی.
 
https://avapress.com/vdcjote8xuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته