د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مالي مرستو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مرستو هرکلی وکړ
11 جدی 1401 ساعت 9:50
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مالي مرستو هرکلی کړی دی.
آوا: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق د (جدی ۹) په خپل ټویټر اکاونټ کې د دغو مالي مرستو د اندازې په اړه څه ونه ویل، خو اعلان یې وکړ چې د ملګرو ملتونو او همکارو بنسټونو په همکارۍ به د دغو مرستو په اړه معلومات ورکړي. په افغانستان کې به د ژمي په سړه هوا کې د افغانانو د اساسي بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اقدامات وشي.
د افغانستان لپاره د مرستو ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو یو میکانیزم او د مرستو یو صندوق دی چې له بېلابېلو بنسټونو او سازمانونو څخه جوړ دی چې د افغانستان د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.
د ژمي د یخنۍ په ډېرېدو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی.
د مطلب کود: 263184