دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 258209
د پاسپورټ د چاپ او ویش ظرفیت لوړ شو
د پاسپورتونو عمومي ریاست په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د چاپ او ویش ظرفیت هره ورځ ۴۰۰۰ کتابچو ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاسپورتونو عمومي ریاست د سه شنبې په ورځ (سنبلي ۱۵) د ټویټر له لارې د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورتونو د آنلاین وېش او چاپ ظرفیت لوړ شوی دی.
 
د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، دا پرېکړه یې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د هېوادوالو د غوښتنې له ډېرېدو وروسته کړې ده.
 
د پاسپورتونو عمومي ریاست په دې اړه څه ونه ویل چې پخوا یې هره ورځ څومره پاسپورټونه وېشل، خو اوس یې د وېش ظرفیت د ورځې څلور زره ټوکو ته لوړ کړی دی.
 
په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکو تل د پاسپورت د وېش بهیر له سستۍ شکایت کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgwb59rhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته