کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاسپورټ د چاپ او ویش ظرفیت لوړ شو

15 سنبله 1401 ساعت 11:56

د پاسپورتونو عمومي ریاست په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د چاپ او ویش ظرفیت هره ورځ ۴۰۰۰ کتابچو ته لوړ شوی دی.


آوا: د پاسپورتونو عمومي ریاست د سه شنبې په ورځ (سنبلي ۱۵) د ټویټر له لارې د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورتونو د آنلاین وېش او چاپ ظرفیت لوړ شوی دی.
 
د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، دا پرېکړه یې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې د هېوادوالو د غوښتنې له ډېرېدو وروسته کړې ده.
 
د پاسپورتونو عمومي ریاست په دې اړه څه ونه ویل چې پخوا یې هره ورځ څومره پاسپورټونه وېشل، خو اوس یې د وېش ظرفیت د ورځې څلور زره ټوکو ته لوړ کړی دی.
 
په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکو تل د پاسپورت د وېش بهیر له سستۍ شکایت کړی دی.
 


د مطلب کود: 258209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258209/د-پاسپورټ-چاپ-او-ویش-ظرفیت-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com