دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 254247
ناقانونه کډوالي / ترکیه د پولو امنیت ټینګوي
د ترکیې پوله ساتو ځواکونو د وان په سرحدي ښارګوټي کې امنیت ټینګ کړی ترڅو دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو د ننوتو مخه ونیسي. پدې کې د حرارتي کیمرې کارول، د حرکت حساس سینسرونه، د شپې لید کیمرې او ډرون شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس، امنیتي ځواکونه په وان کې چې له ایران سره تر ټولو اوږده پوله لري، د بېلابېلو ګزمو له لارې په دوامداره توګه د سرحدي کرښې څارنه کوي.
 
دوی د حرارتي کیمرو، حرکت سینسرونو، د شپې لید کیمرې او ډرون په کارولو سره د ساحي څارنه کوي.
 
پداسې حال کې چې کومانډو، امنیتي پوستې، د ځانګړو عملیاتو پولیس او امنیتي ساتونکي د ۲۴ ساعته د پولې په شاوخوا کې دنده ترسره کوي، د ساحل ساتونکي قوماندې ټیمونه د کښتۍ په واسطه د وان جهيل ګزمه کوي.
 
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د وان ولایت د سرحدي کرښې د ۲۹۵ کیلومتره امنیتي دیوال ۴۰ کیلومتره چارې بشپړې شوي او ۲۳۳ کیلومتره کندې یې کیندل شوې دي.
 
سږکال د پولې په اوږدو کې د ۴۷۴۰۳ غیرقانوني کډوالو د تګ راتګ مخه ونیول شوي.
 
https://avapress.com/vdcjxxe8auqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته