افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملا عبدالغني برادر؛ د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال د «نوي پسرلي» نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې په کابل کې د صنعت اونۍ په مناسبت جوړ شوی وو، وویل: اسلامي امارت د کارګرانو، صنعت کارانو او سوداګرو امنیت تامینوي. "
نوموړي دغه راز پر ټولو صنعت کارانو او سوداګرو غږ وکړ، چې خپلې چارې په پوره اخلاص او صداقت ترسره کړي او خلکو ته باکيفيته محصولات وړاندې کړي.
ملا برادر زیاته کړه: "اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې راهیسې هڅه کوي، چې صنعتي سکتور ته وده ورکړي او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي."
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته په هېواد کې ډېر صنعتي فعالیتونه بند یا کم شوي دي.