کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملابرادر: اسلامي امارت د کسبګرو او سوداګرو امنیت ساتي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 15 جوزا 1401 ساعت 14:47

په کابل کې د نوي پسرلني نړیوال نندارتون د پرانستلو پر مهال د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال وزیر صرافانو او سوداګرو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل کار پیل او خلکو ته با کیفیته محصولات وړاندې کړي.


آوا - کابل: ملا عبدالغني برادر؛ د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال د «نوي پسرلي» نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې په کابل کې د صنعت اونۍ په مناسبت جوړ شوی وو، وویل: اسلامي امارت د کارګرانو، صنعت کارانو او سوداګرو امنیت تامینوي. "

نوموړي دغه راز پر ټولو صنعت کارانو او سوداګرو غږ وکړ، چې خپلې چارې په پوره اخلاص او صداقت ترسره کړي او خلکو ته باکيفيته محصولات وړاندې کړي.

ملا برادر زیاته کړه: "اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې راهیسې هڅه کوي، چې صنعتي سکتور ته وده ورکړي او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته په هېواد کې ډېر صنعتي فعالیتونه بند یا کم شوي دي.
 
 


د مطلب کود: 253825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253825/ملابرادر-اسلامي-امارت-د-کسبګرو-او-سوداګرو-امنیت-ساتي

آوا
  https://www.avapress.com