په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، د تورخم دروازه به نن پنجشنبه (کب ۴) د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو خبره کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي له سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې وروسته کېږي.
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال وايي، چې د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به پر ۱۱ بنسټيزو پروژو کار پيل شي، چې په ۱۴۰۲ کال پراختيايي بوديجه څخه په کار پر شروع شي.