افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې د عوفي بهرام د کانونو او پروسس شرکت له مرستیال مولوي نورالله خان سره د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست لخوا لاسلیک شول.
د دغه قرارداد له مخې په ۶ پروژو کې له خواجه الوان میدان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پاتې کارونو بشپړېدل، د ارغندي سب سټېشن د پاتې کارونو بشپړېدل، د تره خېلو په سیمه کې د نوي سب سټېشن جوړول، د چمتلې له سب سټېشن څخه تر تره خېلو تر سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي پلي کول چې ۲۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په کابل کې د ارغندي سب سټېشن غځول او د کابل په بت خاک کې د نوي سب سټېشن جوړول.
د دې پروژو په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته نور زر میګاواټه برېښنا هم وارد شي، چې په دې سره به د کابل او ګاونډیو ولایتونو د برېښنا د نشتوالي ستونزه لویه برخه حل شي.
د انرژی او اوبو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلانی حق پرست وویل: د تړون د لاسلیک پر مهال د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د دغو پروژو تطبیق په هیواد کی د انرژی د پراختیا په لاره کی مهم او ارزښتناک وباله. هېواد، ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژۍ وزارت ژمن دی چې په راتلونکي کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې نورې پروژې هم پلي کړي.