دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 279942
د ایران تخنیکي بورډ ومنله چې د هلمند د بحر اوبه څو چنده کمې شوې دي/ د کورني برېښنا د تولید لپاره د ایران له ظرفیت څخه په استفادې ټینګار
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال د دفتر د خبر له مخې، په دغه کتنه کښې دواړو لورو د اوبو د مدیریت، په افغانستان کښې د برښنا د تولید په برخه کښې د ایران د تخنیکی همکاریو او دغه راز د پانګونې په هکله خبرې اترې وکړې. دوی د اوبولګولو د پرمختللو سیسټمونو څخه ګټه پورته کول او د وچکالۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
 
ملا برادر په دې کتنه کې وويل: وروستيو وچکاليو د سيمې په تېره بيا د افغانستان د اوبو په زېرمو ناوړه اغېز کړى چې له امله يې د ځمکې او ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېرو سیمو کې دننه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.
 
هغه دا هم وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوي څه موده وړاندې د هلمند بحیرې ته سفر وکړ، دوی ومنله چې د هلمند په بحر کې اوبه د پخوا په پرتله څو برابره کمې شوي او په دې برخه کې د اسلامي امارت دریځ مناسب دی. 
 
همدارنګه د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له ایران څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د کورني برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي همکارۍ شریکې کړي.
 
د هغه په ​​وينا، افغانستان چې اوس له جګړې او اشغال څخه راوتلى دى، د اوبو، باد، لمريزې او د ډبرو سکرو د انرژۍ د توليد په برخه کې بډايه سرچينې لري، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه هوارولاى شي. ترڅو صنعت د پام وړ وده وکړي.
 
په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان د ایران او افغانستان له وچکالۍ سره د ګډې مبارزې په باره کښې په افغانستان کښې د برښنا د تولید په برخه کښې د ایران د تخنیکی همکارۍ او په دې برخه کښې د دغه هېواد د همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې. د پانګې اچونې او صحي اوبو مدیریت او د هغې د کارولو ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdci53arrt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته