کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د انرژۍ له وزیر سره د ملا برادر لیدنه؛

د ایران تخنیکي بورډ ومنله چې د هلمند د بحر اوبه څو چنده کمې شوې دي/ د کورني برېښنا د تولید لپاره د ایران له ظرفیت څخه په استفادې ټینګار

16 عقرب 1402 ساعت 12:59

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره وکتل.


آوا - تهران: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال د دفتر د خبر له مخې، په دغه کتنه کښې دواړو لورو د اوبو د مدیریت، په افغانستان کښې د برښنا د تولید په برخه کښې د ایران د تخنیکی همکاریو او دغه راز د پانګونې په هکله خبرې اترې وکړې. دوی د اوبولګولو د پرمختللو سیسټمونو څخه ګټه پورته کول او د وچکالۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
 
ملا برادر په دې کتنه کې وويل: وروستيو وچکاليو د سيمې په تېره بيا د افغانستان د اوبو په زېرمو ناوړه اغېز کړى چې له امله يې د ځمکې او ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېرو سیمو کې دننه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.
 
هغه دا هم وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوي څه موده وړاندې د هلمند بحیرې ته سفر وکړ، دوی ومنله چې د هلمند په بحر کې اوبه د پخوا په پرتله څو برابره کمې شوي او په دې برخه کې د اسلامي امارت دریځ مناسب دی. 
 
همدارنګه د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال له ایران څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د کورني برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي همکارۍ شریکې کړي.
 
د هغه په ​​وينا، افغانستان چې اوس له جګړې او اشغال څخه راوتلى دى، د اوبو، باد، لمريزې او د ډبرو سکرو د انرژۍ د توليد په برخه کې بډايه سرچينې لري، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه هوارولاى شي. ترڅو صنعت د پام وړ وده وکړي.
 
په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان د ایران او افغانستان له وچکالۍ سره د ګډې مبارزې په باره کښې په افغانستان کښې د برښنا د تولید په برخه کښې د ایران د تخنیکی همکارۍ او په دې برخه کښې د دغه هېواد د همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې. د پانګې اچونې او صحي اوبو مدیریت او د هغې د کارولو ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 279942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279942/د-ایران-تخنیکي-بورډ-ومنله-چې-هلمند-بحر-اوبه-څو-چنده-کمې-شوې-دي-کورني-برېښنا-تولید-لپاره-له-ظرفیت-څخه-په-استفادې-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com